Jump to content

فیض محمد کاتب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فيض محمد کاتب هزاره
اړوند
زېږون‌ځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۸۸۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۳ مارچ ۱۹۳۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
ژبې
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات

فیض محمد کاتب چي د کاتب هزاره په نوم هم یادیږي یو له مشهوره افغان لیکوالانو او تاریخ پوهانو څخه دی، چي له ۱۹۰۱ څخه تر ۱۹۱۹ پوري د افغانستان د محکمې تاریخ لیکونکی، تکړه خطاط او د حبیب الله خان د دربار منشي وو.[۱]

ژوند لیک

[سمول]

فیض محمد کاتب په 1881 زیږدیز (1279 هجري ق) کي د روژې د میاشتي پر 16 نېټه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په زردسنګ ولسوالۍ کي زېږېدلی دی. نوموړی له آره د افغانستان د هزاره ټبر له خواجه محمد ښاخ څخه ګڼل کیږي.

فیض محمد خپلي زدکړي د عراق په نجف ښار، ایران، لاهور او افغانستان کي ترسره کړي دي او د خپلي پوهي له کبله یې د امیر عبدالرحمان خان، امیر حبیب الله خان او امیر امان الله خان په دربارونو کي ځانګړی ځای درلود. امیر عبدالرحمن خان نوموړي ته پخپل دربار کي د فرمانونو د لیکونکي دنده سپارلې وه چي له همدې امله ورته د کاتب لقب ورکړل سو. د امیر زوی حبیب الله خان چي کله دده پوهه ولیدل هیله یې ورڅخه وکړه چي د افغانستان د تاریخ په اړه یو مستند کتاب ولیکي او د یاد کار د سرته رسولو لپاره یې ورته ټولي دولتي اسانتیاوي چمتو کړې. فیض محمد د امیر حبیب الله خان په غوښتنه ذکرسوی اثر د تحفة الحبیب په نامه ولیکی خو امیر حبیب الله خان امر ورته وکړ چي اثر بیرته تصحیح او په بل نامه کړي چي فیض محمد یې هم غوښتنه ومنل او کتاب یې د سراج التواریخ په نامه ونوماوه.

فیض محمد کاتب د خپلي پوهي او په افغان دربار کي د ورځ تر بلي پرمختګ له خاطره په 1301 هجري ش کال کي د پغمان په لویه جرګه کي د کابل د خلکو د استازي په توګه برخه واخیستل او د نورو دولتي مقاماتو سره یې په ګډه نوی قانون تصویب کړ. د عبدالرحمن تر واکمنۍ وروسته امیر حبیب الله خان له فیض محمد څخه پر ځینو سیاسي فعالیتونو ناخوښه او دئ یې زندان ته واچاوه، خو د امان الله خان په واکمنۍ کي نوموړی بیرته دولتي چارو ته داخل او په معارف وزارت کي یې د دارالتالیف تر څنګ په حبیبیه لیسه کي د ښوونکي دنده هم پیل کړه[۲]

مړینه

[سمول]

په هیواد کي د سقوي ناورین تر راتګ وروسته کله چي لوی شمېر پوهان او دولتي مقامات له ګواښ، قتل او شکنجې سره مخ سول، فیض محمد کاتب هم یو له هغه کسانو څخه وو چي دغه ناورین یې پر سر راغی او د سقوي واکمن حبیب الله کلکاني له لوري په 70 کلنۍ کي سخت شکنجه سو. تر شکنجې وروسته نوموړی د تداوۍ لپاره ایران هیواد ته ولاړ خو هلته یې هم درملنه ونسوه او د 1309 کال د مرغومي پر 16 نېټه باندي وفات سو.

  1. Kitab-e Tadakkor-e Enqilab, Translation: Shkirando as "Kniga Upominanii o Myatezhe" Moscow, 1988. p. 20
  2. http://www.afghan-dic.com:8080/_layouts/15/mobile/dispforma.aspx?List=eaca6cc3%2D1793%2D41ce%2D8182%2Dffbf1afec675&ID=10037