Jump to content

قرغزستان

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
قرغزستان
Кыргызстан (قرغزي )
la République kirghize (فرانسوي)[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه
ترټولو لوړه څوکه
عامه معلومات
عمومي معلومات
د وګړو شمېر
۶٬۶۹۴٬۲۰۰[۲] — ۶٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۵٬۳۶۲٬۸۰۰ — ۶٬۲۰۱٬۵۰۰[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکښي شاملې اداري سیمي
  لړۍ...
بشکیکOsh (en) ژباړلBatken Region (en) ژباړلChuy Region (en) ژباړلIssyk-Kul Region (en) ژباړلJalal-Abad Region (en) ژباړلNaryn Region (en) ژباړلاوش ولایتTalas Region (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
رسمي ژبه
د سيمې اصلي ژبې
د حکومت مشر
وګړنوم
  لړۍ...
KyrgyzkirgizKirgizistananoKirgistänanقيرغيزستانيقيرغيزستانيةقيرغيزستانيونкиргизстанецкиргизстанкакиргизстанцыקירגיזיתקירגיזיকিরগিজ/কিরগিস্তানীkirghisokirghisakirghisikirghiseKyrgyzstanicirgizkirguistanín[۴]kirguistanina[۵]қирғизKirghize[۱]KirghizeKirghiz[۱]Kirgiz[۶]Kirgizi[۶]Kirgizka[۷]KirgizkikirghizokirghizakirghizekirghizikârgâzkârgâzikârgâzăkârgâzeكيرڭيستانيكيرڭيستانيةكيرڭيستانينكيرڭيستانياتKirgizistanecKirgizistanka ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
فزیکي ځای
غړی د
  لړۍ...
ملگري ملتونه (۱۹۹۲ – )
د سوداګرۍ نړيوال سازمان
شانګهای د همکاريو سازمان[۸] (۱۹۹۶ – )
Central Asian Cooperation Organization (en) ژباړل
Organization for Security and Co-operation in Europe (en) ژباړل (۱۹۹۲ – )
د اسلامي همکاريو سازمان[۹] (۱۹۹۲ – )
د بيارغونې او پراختيا نړيوال بانک (۱۹۹۲ – )
نړيواله پرمختياېې ټولنه (۱۹۹۲ – )
نړيواله مالي مؤسسه (۱۹۹۳ – )
د پانګونې څواړخيز تضمين نړيوال اژانس (۱۹۹۳ – )
United Nations–African Union Hybrid Operation in Darfur (en) ژباړل
Asian Development Bank (en) ژباړل (۱۹۹۴ – )
Treaty on Open Skies (en) ژباړل
نړيوال پوليس[۱۰][۱۱] (۱۹۹۶ – )
کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان[۱۲][۱۳] (۲۰۰۳ – )
يونيسکو[۱۴] (۱۹۹۲ – )
پوست نړيواله ټولنه[۱۵][۱۶] (۱۹۹۳ – )
مخابراتو نړيواله ټولنه[۱۷] (۱۹۹۴ – )
International Civil Defence Organisation (en) ژباړل (۲۰۰۲ – ناجوت ارزښت)
International Civil Defence Organisation (en) ژباړل[۱۸] (۲۰۱۲ – )
هواپېژندنې نړيوال سازمان[۱۹] (۱۹۹۴ – )
د روغتيا نړيوال سازمان[۲۰]
Commonwealth of Independent States (en) ژباړل
Collective Security Treaty Organization (en) ژباړل (۱۹۹۴ – )
Commonwealth of Independent States Free Trade Area (en) ژباړل (۲۰۱۳ – )
Organization of Turkic States (en) ژباړل (۲۰۰۹ – )
ګومرک نړيوال سازمان[۲۱] (۲۰۰۰ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی د
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱۹۹٬۹۵۱ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور معلومات
وېب‌پاڼه
gov.kg… (قرغزي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۴۱°شمال ۷۵°ختیځ / 41°شمال 75°ختيځ / 41; 75 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
  
قرغزستان
قرغزستان
قرغزستان
بیرغ
قرغزستان
قرغزستان
نښان

قرغزستان
قرغزستان

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۴۱°شمال ۷۵°ختیځ / 41°شمال 75°ختيځ / 41; 75   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲۲]
پراخوالی 199951 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه بشکیک   د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي ژبې روسي ،  قرغزي ژبه   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۱۹۹۱  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
ترافيکي لورۍ ښي لورۍ   د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ KG  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +996  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

قرغېزستان، په رسمي ډول قرغز جمهوریت، په مرکزي آسیا کې غرنی او په وچه کې راایسارهېواد دی. شمال لوري ته یې قزاقستان، لویدیځ لوري ته ازبکستان، سویل ته یې تاجکستان او ختیځ ته یې چین موقعیت لري. بېشکېک یې پلازمېنه او لوی ښار دی. د قرغز قوم، د دغه هېواد د شپږ میلیونه وګړو ډېره برخه جوړوي، چې ازبک او روسي مهم لږه کي هم لري. قرغېزي ژبه یې نورو ترکي ژبو ته ډېره نږدې ده، په داسې حال کې چې روسي ژبه تر اوسه په دغه هېواد کې دود ده او  یوه له رسمي ژبو نه یې هم ده. د قرغېزستان ۹۰ سلنه وګړي مسلمانان دي، چې لویه برخه یې سني مسلمانان جوړوي. قرغېز کلتور له دې سره چې ترکي رېښه لري، خو د ایراني، مغولي او روسي عناصرو اغېز هم په کې شته دی.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د قرغېزستان تاریخ ګڼ شمېر کلتورونه او سترواکۍ په ځان کې رانغاړي. په داسې حال کې چې له جغرافیايي پلوه دغه هېواد د ګڼ شمېر غرونو لرلو له امله ګوښه شوی، خو د ورېښمو لارې او نورو سوداګریزو لارو د یوې برخې په توګه د څو لویو تمدنونو په وصل کېدوني ځای کې پروت دی. ترکي کوچیان چې په ګڼ شمېر ترکي دولتونو، لکه: لومړی او دویم ترکي خانقاتو کې یې رېښه لرله، د تاریخ له اوږدو په دغه هېواد کې مېشت دي. په ۱۳ مه پېړۍ کې قرغېزستان د مغلو له خوا ونیول شو، بیاځلي یې خپلواکي ترلاسه کړه، خو وروسته د قالموقیانو، منچویانو او ازبکانو له خوا تر برید لاندې راغی. په ۱۸۷۶ ز کال کې دغه هېواد د روسي سترواکۍ برخه وګرځېد او په ۱۹۳۶ ز کال کې، د شوروي سوسیالیستي قرغېزي جمهوریت، د شوروي اتحاد په جوړوونکي جمهوریت واوښت. په شوروي اتحاد کې د میخایل ګورباچوف له دیموکراتیکو اصلاحاتو وروسته، په ۱۹۹۰ ز کال کې آزادي پلوه نوماند عسکر آقایوف د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۱۹۹۱ ز کال د اګست په ۳۱ مه نېټه، قرغېزستان له مسکو نه خپله خپلواکي اعلان کړه او یو دیموکراتیک دولت یې جوړ کړ. په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له شیندل کېدو وروسته، قرغېزستان د یوه ملي دولت په توګه خپل حاکمیت ترلاسه کړ.

له خپلواکۍ وروسته، قرغېزستان په رسمي ډول واحد ولسمشریز جمهوریت و، چې وروسته له ۲۰۱۰ ز کال نه تر ۲۰۲۱ ز کال پورې په واحد پارلماني جمهوریت واوښت، په داسې حال کې چې په تدریج سره ولسمشر بشپړ اجرائیوي واک ترلاسه کړ، وړاندې له دې چې په ۲۰۲۱ ز کال کې د دغه هېواد نظام بشپړ ریاستي نظام ته واوړي، د نیمه ولسمشریز یا نیمه ریاستي جمهوریت په توګه اداره کېده. دغه هېواد د خپل موجودیت په اوږدو کې قومي شخړې، انقلابونه، اقتصادي ستونزې، انتقالي دولتونه او سیاسي ناندرې ګاللې دي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

قرغېزستان، د مشترک المنافع خپلواکو هېوادونو، ایروآسیا اقتصادي ټولنې، ټولیز امنیت تړون سازمان، د شانګهای د همکاریو سازمان، اسلامي همکاریو سازمان، ترکي دولتونو سازمان یا ترک شورا، د ترکي کلتور د نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو سازمان غړیتوب لري. دغه هېواد یو له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې نوملړ کې ۱۲۰ ځای لري او په مرکزي آسیا کې دویم فقیر هېواد دی. د دغه هېواد انتقالي اقتصاد، په کلکه سره د طلا، ډبرو سکرو او یورانیمو په زېرمو تکیه لري.

سیاست

سیاسي نظام

د ۱۹۹۳ ز کال اساسي قانون، د دغه هېواد د دولت ډول د یوجرګه یي دیموکراتیک جمهوریت په توګه تعریف کوي. ولسمشر او لومړی وزیر په اجرائیه قوه کې شاملېږي. پارلمان یې اوس مهال یوه جرګه لري. په قضايي قوه کې یې ستره محکمه، سیمه ییزې محکمې او لوی څارنوال شاملېږي.

د ۲۰۰۲ ز کال په مارچ میاشت کې په خپل سري ډول د اپوزیسیون د یوه سیاستوال د نیولو پنځه اعتراض کوونکي د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شول، چې په ملي کچه یې لاریونونه رامنځته کړل. ولسمشر عسکر آقایوف د اساسي قانون د سمون بهیر پیل کړ او په پیل کې په لوړه کچه د دولت استازو، مدني او ټولنیزو فعالانو د یوه پرانیستي بحث په ترڅ کې په کې برخه لرله، دغه چاره د ۲۰۰۳ ز کال د ټول پوښتنې لامل شوه، خو په رایه اچونه کې ګډوډۍ ورته لږ زیان ورساوه.

په اساسي قانون کې سمونونه، د ټول پوښتنې له خوا تصویب شول چې د ولسمشر د زیات واک او د پارلمان او اساسي قانون د محکمې د کمزورتیا لامل وګرځېد. پارلماني ټاکنې د نوې قانون جوړوونکې جرګې لپاره چې ۷۵ چوکۍ یې لرلې، د ۲۰۰۵ ز کال د فبروري په ۲۷ مه او د مارچ په ۱۳ مه نېټه ترسره شوې، خو په پراخ ډول له درغلیو ډکې وبلل شوې، چې ورپسې لاریونونه یې د ۲۰۰۵ ز کال د مارچ په ۲۴ مه د سپینې کودتا لامل وګرځېدل. اقایوف له خپلې کورنۍ سره له هېواده ووت او ځای یې لنډ مهالي ولسمشر قربان بیک باقیوف ونیو.

د ۲۰۰۵ ز کال د جولای په ۱۰ مه نېټه، لنډمهالي ولسمشر باقیوف په ۸۸.۹ سلنه رایو ترلاسه کولو سره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د اګست په ۱۴ مه یې لوړه وکړه. د ۲۰۰۶ ز کال په اپریل او نومبر میاشتو کې په بشکېک کې د ولسمشر باقیوف پر وړاندې لوی لاریونونه راووتل، د اپوزیسیون مشرانو ولسمشر تورن کړ چې د اساسي قانون د تعدیل او پارلمان ته یې د ګڼ شمېر ولسمشریزو واکونو لېږدولو اړوند خپلې ټاکنیزې ژمنې نه دي پوره کړي.

قرغېزستان، د اروپا د امنیت او همکاریو د سازمان (OSCE) د ۵۶ غړو هېوادونو له جملې نه دی، چې په اوراسیا کې سولې، روڼتیا او د بشري حقونو خوندیتوب ته ژمن دی. د OSCE د غړي هېواد په توګه، د قرغېزستان هېواد نړیوالې ژمنې د متحده ایالاتو د هېلسنکي کمیسیون (د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان) تر څار لاندې دي.

د ۲۰۰۹ ز کال د فبروري په درېیمه نېټه، ولسمشر قربان بېک باقیوف اعلان وکړ چې په مرکزي آسیا کې د امریکا یوازنۍ اډه، مناس هوايي اډه به ژر وتړي. پارلمان د دغې اډې تړلو اړوند د فبروري په ۱۹ مه نېټه رایه ورکړه او د ۷۸ موافقو او یوې مخالفې رایې پر بنسټ یې د دولت دغه پریکړه تصویب کړه، خو د پردې شاته د قرغېزي، روسي او امریکايي دیپلماتو له پریمانه خبرو اترو وروسته، د ۲۰۰۹ ز کال په جون میاشت کې دغه پریکړه لغو شوه. امریکایانو د نوې هوکړې له مخې د پاتې کېدو اجازه ترلاسه کړه، چې له مخې یې د دغې اډې کلنۍ کرایه له ۱۷.۴ میلیونه ډالرو نه ۶۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوه.[۳۴][۳۵][۳۶]

قرغېزستان په نړۍ کې د لوړ فساد لرونکو پنځوسو هېوادونو په نوملړ کې ځای لري: د فساد د شتون د شاخص له مخې قرغېزستان له ۰ نمرې (ډېر فاسد) تر ۱۰۰ نمرو (لږ فاسد)، ۲۸ نمرې لري.[۳۷]

په ۲۰۱۰ ز کال کې په دغه هېواد کې بل انقلاب وشو. ولسمشر قربان بیک باقیوف د خپل زوی ماکسیم او ورور ځای ناستې په ګډون له خپلو خپلوانو سره اړ شو، چې قزاقستان ته وتښتي او بیا یې په بیلاروس کې سیاسي پناه وغوښته. رزا اوتونبایوا چې د لنډ مهالې ولسمشرې په توګه وټاکل شوه، اعلان یې وکړ چې نه غواړي د ۲۰۱۱ ز کال په ولشمریزو ټاکنو کې ګډون وکړی. په نومبر میاشت کې ټاکنې وشوې چې د سوسیال دیموکرات ګوند مشر او د وخت لومړي وزیر الماس بیک اتامبایوف ټاکنې وګټلې، نوموړي د ۲۰۱۱ ز کال د دسمبر په لومړۍ لوړه وکړه. په همدغه ورځ یې عمربیک بابانوف د لومړي وزیر په توګه وټاکه چې د ۲۰۱۱ ز کال د د سمبر په ۲۳ مه یې د تایید رایه واخیسته.[۳۸][۳۹]

د ۲۰۱۷ ز کال په اکتوبر میاشت کې، پخواني لومړي وزیر سورنبای جینبکف د الماس بېک اتامبایوف په ملاتړ د قرغېزستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۱۹ ز کال د اګست په ۷ مه د قرغېزستان ځانګړو ځواکونو د پخواني ولسمشر الماس بیک اتامبایوف پر کور په ده باندې د فساد تورونو له امله عملیات ترسره کړل. ولسمشر جینبکف د قزاقستان د امنیت شورا په ناسته کې اتامبایوف له اساسي قانون نه پر سرغړونه تورن کړ. د ۲۰۲۰ ز کال په اکتوبر میاشت کې، ولسمشر سورنبای جینبکف د ۲۰۲۰ ز کال د اکتوبر د ۴ مې نېټې پارلماني ټاکنو کې د ګډوډیو اړوند رامنځته شویو لاریونونو له امله استعفا ورکړه. د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې سادیر ژاپاروف په غوڅ اکثریت سره ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Reference URL: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  2. Stated in: World Bank Open Data. Publisher: نړیوال بانک.
  3. "World Bank Open Data". نړیوال بانک. لاسرسي‌نېټه ۸ اپرېل ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  4. Applies to part: masculine singular.
  5. Applies to part: feminine singular.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Reference URL: https://sjp.pwn.pl/so/Kirgiz;4450166.html.
  7. Reference URL: https://sjp.pwn.pl/so/Kirgizka;4450168.html.
  8. Reference URL: http://eng.sectsco.org/about_sco/. Publisher: شانګهای د همکاريو سازمان. Retrieved: ۸ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  9. Reference URL: https://www.oic-oci.org/states/?lan=en. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲.
  10. Reference URL: https://www.interpol.int/Member-countries/World. Publisher: نړيوال پوليس. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  11. Reference URL: https://www.interpol.int/Who-we-are/Member-countries/Asia-South-Pacific/KYRGYZSTAN. Retrieved: ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  12. Reference URL: https://www.opcw.org/about-opcw/member-states/. Publisher: کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  13. Reference URL: https://www.opcw.org/about-us/member-states/kyrgyzstan. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  14. Reference URL: http://www.unesco.org/eri/cp/ListeMS_Indicators.asp.
  15. Reference URL: http://www.upu.int/en/the-upu/member-countries.html. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
  16. Reference URL: https://www.upu.int/en/Universal-Postal-Union/About-UPU/Member-Countries?csid=-1&cid=169. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  17. Reference URL: https://www.itu.int/online/mm/scripts/gensel8. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
  18. Reference URL: http://icdo.org/who-we-are/members/member-states.html. Retrieved: ۱۱ مې ۲۰۲۰.
  19. Reference URL: https://public.wmo.int/en/members/kyrgyzstan. Retrieved: ۲۶ مې ۲۰۲۰.
  20. Reference URL: https://www.who.int/choice/demography/by_country/en/. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۲۰.
  21. Reference URL: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 5. Supports qualifier: پيل نېټه.
  22.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ تشه سرچينه (لارښود)
  23. "CONSTITUTION OF THE KYRGYZ REPUBLIC". CIS Legislation. CIS Legislation. لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "Kyrgyzstan Constitution" (PDF). Constitution Net. Constitution Net. لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. "CONSTITUTION OF THE KYRGYZ REPUBLIC" (PDF). Legislationline. Legislationline. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۲۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. "Central Asia:: KYRGYZSTAN". CIA The World Factbook. 5 November 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. (په 12 May 2011 باندې). Investigating Kyrgyzstan's ethnic violence: Bloody business.
  28. "Foreigners in Kyrgyzstan: 'Will We Be Banned, Too?'". EurasiaNet.org. 15 June 2011. لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Pro-Government Election Victory Sparks Overnight Revolution in Kyrgyzstan". OCCRP. 6 October 2020. لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "Kyrgyzstan: Economy globalEDGE: Your source for Global Business Knowledge". Globaledge.msu.edu. 20 December 1998. لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "Kyrgyz Republic Economy: Population, GDP, Inflation, Business, Trade, FDI, Corruption". Heritage.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ فبروري ۲۰۲۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. "BBC News – Kyrgyzstan profile – Timeline". Bbc.co.uk. 10 October 2012. لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "Kyrgyz Unrest". EurasiaNet.org. لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. (په 4 February 2009 باندې). Proposal to close the Manas Air Base. BBC News.
  35. Kyrgyz Parliament Approves U.S. base closure. Associated Press. 19 February 2009
  36. Schwirtz, Michael and Levy, Clifford J. (23 June 2009) In Reversal, Kyrgyzstan Won't Close a U.S. Base. New York Times
  37. "2016 official table". 25 January 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جنوري ۲۰۱۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. "Maksim Bakiyev tracked not only in Bishkek, but also in the States?". Ferghana Information agency, Moscow. 16 October 2012.
  39. (په December 2011 باندې). New Kyrgyz President Atambayev pledges 'new page'. BBC News.
  40. (په 7 November 2006 باندې). Clashes erupt in Kyrgyz capital. BBC Online.
  41. (په 15 October 2017 باندې). Kyrgyzstan election: Sooronbay Jeenbekov wins historic election. BBC News.
  42. Putz, Catherine (8 August 2019). "Former Kyrgyz President Detained After Second Raid". The Diplomat. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. (په 8 August 2019 باندې). A Bloody Raid Shows Why Post-Soviet Leaders Hate to Hand Off Power. The Moscow Times.
  44. (په 8 August 2019 باندې). Kyrgyzstan's former president detained after violent clashes. The Guardian.
  45. (په 15 October 2020 باندې). Kyrgyzstan election: President Jeenbekov resigns after protests. BBC News.
  46. (په 11 January 2021 باندې). Kyrgyzstan election: Sadyr Japarov wins presidency with landslide. BBC News.
  47. "Refworld | Demand for prior approval of RFE/RL programmes called "intolerable"". United Nations High Commissioner for Refugees. 17 December 2008. لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)