د اسيا اقتصاد
د اسيا اقتصاد له ۴.۵ ميليارده خلکو (د نړۍ د وګړو ۶۰٪ برخه) جوړ دی چې په نهه څلوېښتو بېلا بېلو هېوادونو کې ژوند کوي. اسيا د چټک اقتصادي پرمختګ سيمه ده، همدا راز په نړۍ کې د اسمي «جي ډي پي» او «پي پي پي» له اړخه هم د لويې وچې ستر اقتصاد دی. سربېره پر دې، اسيا د ځينو اږدو نويو اقتصادي پراختياوو سيمه هم ده، د جاپاني اقتصادي معجزې (۱۹۵۰-۱۹۹۰) (اقتصادي معجزه د پراخه اقتصادي پرمختګونو لپاره کارېدونکې غېر رسمي اصطلاح ده) څخه پيل شوې، بيا د هان ريور معجزه (۱۹۶۱-۱۹۹۶) په سويلي کوريا کې، په چين کې اقتصادي پراختيا (۱۹۷۸-۲۰۱۳)، په اندونيزیا، ماليزيا، تايلينډ، فليپين او ويټنام کې «ټايګر کب» اقتصادونه (۱۹۹۰- تر اوسه) او په هندوستان کې اقتصادي عروج (۱۹۹۱-تر اوسه) پورې رسېدلې ده (ټايګر کب د سويل ختيځې اسيا يادو هېوادونو اقتصادونو ته کارېدونکی شريک نوم دی).[۱][۲]
د نړۍ د نورو سيمو په څېر، د اسيا اقتصاد هم د سيمو او هېوادونو تر منځ توپير لري. لامل يې پراخه سيمه ده، دا معنا چې د ډول ډول کلتورونو، چاپېريالونو، تاريخي اړیکو او حکومتي نظامونو پراخه لړۍ پکې مېشته ده. د پي پي پي کورني ناخالص توليد (جي ډي پي) له نظره په اسيا کې تر ټولو ستر اقتصادونه چين، هندوستان، جاپان، اندونيزيا، ترکيه، سويلي کوريا، سعودي عربستان، ايران، تايلينډ او تايوان دي، او د اسمي کورني ناخالص عايد له نظره چين، جاپان، هندوستان، سويلي کوريا، اندونيزيا، سعودي عربستان، ترکيه، تايوان، تايلينډ او ايران ستر اقتصادونه لري.
ټوله شتمني يې تر ډېره بريده په ختيځه اسيا، هندوستان او سويل ختيځه اسيا کې راټوله شوې، خو که د سړي سر «جي ډي پي» پر بنسټ اندازه شي؛ نو بيا ډېره شتمني په ختيځه اسيا جاپان، سويلي کوريا، تايوان، هانګ کانګ، مکاو، سينګاپور او برونای کې راټوله شوې، تر څنګ يې په تيلو غني هېوادونو کې چې په لوېديځه اسيا کې موقعيت لري، لکه سعودي عربستان، قطر، متحده عرب امارات، بحرين، کويټ او عمان. اسرايل او ترکيه هم په لوېديځه اسيا کې دوه ستر اقتصادونه دي. اسرايل (په ډول ډول صنعتونو کې پانګونه) پرمختللی هېواد دی، په داسې حال کې چې ترکيه (د OECD بنسټګر غړی) د پرمختللي هېواد په توګه مخ پر وده هېواد دی. له جاپان (پراخه صنعت او برېښنايي پياوړتيا)، سويلي کوريا (پراخه صنعت او معلوماتي او مخابراتي ټيکنالوژي)، تايوان (پراخه صنعت او پرمختللې ټيکنالوژۍ برخو جوړول)، هانګ کانګ (مالي صنعت او چوپړتياوې) او سينګاپور (پرمختللې ټيکنالوژۍ جوړول، بايوټيکنالوژي، مالي او سوداګريز خدمات او ګرځندويي) پرته، اسيا، په وروستيو کلونو کې د چټکې ودې او صنعتي کېدو له بهير څخه د تېرېدو په حال کې لويه وچه ده. چين (توليد او FDI-led وده) او هندوستان (توکي، د بهرنۍ کار موندنې ځای او د کمپيوټر سافټوير) په نړۍ کې دوه په چټکۍ سره وده کونکي ستر اقتصادونه دي.[۳][۴][۵][۶]
ختيځه اسيا او د «اسيان» هېوادونه عموماً په توليد او سوداګرۍ متکي دي (له دې وروسته کرار کرار د صنعت او تجارت پر لور هم مخ په وړاندې ځي) او د ودې لپاره کرار کرار د پرمختللې ټيکنالوژۍ پر صنعت او مالي صنعت هم تکيه لري، په منځني ختيځ کې هېوادونه تر ټولو زيات په انجنيرۍ تکيه لري، څو د اقتصادي ودې او توکو د توليد لپاره په اقليمي ستونزو لاس بري شي، په بنسټيز ډول په خوږو خامو تيلو. د کلونو په تېرېدو سره، د چټکې اقتصادي ودې او له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ د ياتېدو تر څنګ، اسيا له ۸.۵ تريليونه امريکايي ډالرو څخه زياتې بهرنۍ ونډې زېرمې راټولې کړي دي – کومې چې د نړۍ له نيمايي څخه زياتې دي او د درېيمې او څلورمې برخې په زياتولو سره د اسيا د اقتصاد ونډه لا پسې زياتوي.[۷][۸][۹]
د جي ډي پي له نظره د اسيايي هېوادونو نوملړ
[سمول]دا د هيجا د تورو پر بنسټ د اسيايي هېوادونو جوړ شوی فهرست دی چې د دې هېوادونو حقيقي او اټکلي کورنی ناخالص توليد معلومات هم د نړيوال پيسو صندوق پر بنسټ له ځانه سره لري.[۱۰]
territory | GDP nominal
millions of USD (2022) |
GDP nominal per capita
USD (2022) |
GDP PPP
millions of USD |
GDP PPP per capita
USD |
Location |
Average | 41,758,906 | 8,922 | 65,441,000 | 15,235 | |
Afghanistan | 20,136 | 611 | 76,486 | 2,094 | South Asia |
Armenia | 14,047 | 4,741 | 32,909 | 11,083 | West Asia |
Azerbaijan | 73,369 | 7,165 | 187,260 | 18,615 | West Asia |
Bahrain | 44,169 | 29,103 | 76,951 | 50,931 | West Asia |
Bangladesh | 369,543 | 2,362 | 977,754 | 5,852 | South Asia |
Bhutan | 2,653 | 3,491 | 8,199 | 9,876 | South Asia |
Brunei | 35,555 | 79,816 | 35,920 | 80,383 | Southeast Asia |
Cyprus | 27,726 | 30,663 | 38,055 | 42,956 | West Asia |
Myanmar | 69,262 | 1,285 | 355,609 | 6,707 | Southeast Asia |
Cambodia | 28,020 | 1,752 | 76,934 | 4,664 | Southeast Asia |
China | 19,911,593 | 14,096 | 27,308,857 | 19,503 | East Asia |
Hong Kong | 369,486 | 49,850 | 490,880 | 64,927 | East Asia |
Georgia | 20,889 | 5,618 | 45,398 | 12,227 | West Asia |
India | 3,534,743 | 2,515 | 10,200,000 | 7,333 | South Asia |
Indonesia | 1,289,295 | 4,691 | 3,737,484 | 13,998 | Southeast Asia |
Iran | 1,739,012 | 20,261 | 1,470,661 | 17,661 | West Asia |
Iraq | 297,341 | 7,038 | 705,059 | 18,025 | West Asia |
Israel | 520,703 | 54,688 | 354,197 | 39,121 | West Asia |
Japan | 4,912,147 | 39,243 | 5,665,980 | 45,411 | East Asia |
Jordan | 47,745 | 4,635 | 97,161 | 9,648 | West Asia |
Kazakhstan | 193,611 | 10,003 | 537,664 | 28,849 | Central Asia |
North Korea | 28,500 | 1,600 | N/A | N/A | East Asia |
South Korea | 1,804,680 | 34,944 | 2,319,585 | 44,740 | East Asia |
Kuwait | 186,610 | 38,755 | 312,100 | 66,386 | West Asia |
Kyrgyzstan | 9,017 | 1,327 | 25,915 | 4,056 | Central Asia |
Laos | 17,347 | 2,319 | 58,091 | 8,109 | Southeast Asia |
Lebanon | 27,320 | 4,003 | 91,286 | 15,049 | West Asia |
Macau | 35,246 | 50,578 | 77,360 | 115,913 | East Asia |
Malaysia | 439,373 | 13,268 | 1,078,537 | 32,880 | Southeast Asia |
Maldives | 5,502 | 14,078 | 8,667 | 23,311 | South Asia |
Mongolia | 18,102 | 5,206 | 47,217 | 14,308 | East Asia |
Nepal | 36,315 | 1,203 | 94,419 | 3,318 | South Asia |
Oman | 110,127 | 23,416 | 203,959 | 47,365 | West Asia |
Pakistan | 347,743 | 1,562 | 1,100,000 | 5,230 | South Asia |
Philippines | 411,978 | 3,687 | 1,110,810 | 9,893 | Southeast Asia |
Qatar | 225,716 | 84,514 | 365,835 | 132,886 | West Asia |
Saudi Arabia | 1,040,166 | 28,759 | 1,898,511 | 55,704 | West Asia |
Singapore | 424,431 | 79,576 | 585,055 | 103,181 | Southeast Asia |
Sri Lanka | 81,934 | 3,699 | 304,826 | 13,897 | South Asia |
Syria | 60,043 | 2,807 | N/A | N/A | West Asia |
Taiwan | 841,209 | 36,051 | 1,300,212 | 55,078 | East Asia |
Tajikistan | 7,820 | 795 | 33,351 | 3,589 | Central Asia |
Thailand | 522,012 | 7,449 | 1,383,022 | 20,364 | Southeast Asia |
Timor-Leste | 1,920 | 1,402 | 6,823 | 5,254 | Southeast Asia |
Turkey | 692,380 | 8,081 | 2,346,576 | 28,264 | West Asia/Europe |
Turkmenistan | 76,591 | 12,274 | 121,885 | 20,410 | Central Asia |
United Arab Emirates | 501,354 | 50,349 | 746,350 | 69,434 | West Asia |
Uzbekistan | 73,060 | 2,071 | 297,222 | 8,999 | Central Asia |
Vietnam | 408,947 | 4,122 | 1,248,986 | 12,590 | Southeast Asia |
Yemen | 28,134 | 891 | 72,171 | 2,280 | West Asia |
تاريخ
[سمول]اقتصادي پرمختګ
[سمول]لرغوني او منځني وختونه
[سمول]چين او هندوستان له لومړي څخه تر ۱۸۰۰ مخزېږديز کال پورې د سترو اقتصادونو په توګه سره رد او بدل شوي دي. چين يو ستر اقتصادي ځواک و چې د ډېرو پام يې د ختيځ لور ته راواړاوه او د ډېرو به باور د هندوستان د لرغوني کلتور تاريخي شتمنۍ او نېکمرغۍ اسيا ته خپل تشخص ورکړ، د اروپايي سوداګرۍ، اکتشافاتو او نيواکګرۍ پام يې دېخوا راواړاوه. د کولمبس له خوا د هندوستان د لټون پر مهال د امريکا غېر متوقع موندنه د دې ژور جذابيت ښودنه کوي. د وريښمو لار په اسيايي «هيترلينډ» کې د ختيځ او لوېديځ ستره سوداګريزه لاره وګرځېده، په داسې حال کې چې د «ملاکا» تنګي د سمندري لارو په توګه پراته وو.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
له ۱۹۴۵ مخکې
[سمول]له دويمې نړيوالې جګړې مخکې، د اسيا ډېرې برخې تر نيواکګرې واکمنۍ لاندې وې. يواّځې يو څو هېوادونو په پرتليز ډول وکولای شول چې د اروپايي ځواک د پرله پسې فشار له مخ کېدو سره سره خپلواک پاتې شي. چين، سيام او جاپان يې بېلګې دي.[۱۶]
په ځانګړي ډول جاپان وکولای شول چې په نولسمه پېړۍ کې د اصلاحاتو له امله خپل اقتصاد ته پرمختګ وکړي. دا اصلاح ټولشموله او نن د «ميجي بيا رغونې» په نوم پېژندل کېږي. جاپانی اقتصاد تر شلمې پېړۍ پورې ښه وده وکړه او د دې هېواد اقتصادي ودې د اقتصادي ودې لپاره اړينې سرچينې کمې کړې. د پايلې په توګه، د جاپان پراختيا پيل شوه، د کوريا او چين ډېرې سيمې يې له ځان سره ضميمه کړې، په دې ډول جاپانيانو سره مرسته وشوه چې ستراتيژيکې سرچينې د ځان لپاره خوندي کړي.[۱۷][۱۸]
په ورته وخت کې، سويل ختيځه اسيا د سوداګرۍ او د وخت د ډول ډول نويو ټيکنالوژيو له امله په غوړېدو وه. په ۱۸۶۰ز کال کې د سويس کانال په پرانيستل کېدو سره د سوداګرۍ د حجم په زياتېدو پيل وشو. په مانيلا کې د «مانيلا ګيلن» (مانيلا ګيلن اسپانوي سوداګريزې بېړۍ وې) و، چېرته چې له ۱۵۷۱ څخه تر ۱۸۱۵ز کال پورې د فلپين په ټاپوګانو او چين کې د توليد شويو توکو سوداګري له اسپانوي امريکا او اروپا سره کېده. د فليپين لومړۍ اسپانوي مستعمره په اسيا کې لومړۍ سيمه وه چې له امريکاګانو سره يې سوداګري کوله، له مانيلا څخه تر «اکاپولکو» پورې. له «هاوانا» څخه تر «سيلويلي» پورې لاره لومړۍ نړيواله سوداګريزه لاره وه. وريښم، چيني لوښي، د پيل غاښونه، تمباکو، کوپره او جوار ځينې هغه توکي و چې له اسيا څخه تر امريکاګانو او اروپا پورې د فليپين له لارې صادرېدل.[۱۹]
په ۱۸۱۹ز کال کې سينګاپور منځ ته راغی، څومره چې د ختيځ او لوېديځ تر منځ د سوداګرۍ کچه مخ پر لوړه ولاړ، سينګاپور هم په پياوړي دريځ کې سر راپورته کړ. د برتانيې مستعمره «مالايا» چې اوس د ماليزيا يوه برخه ده، په نړيواله کچه د قلعي او ربړ تر ټولو ستر توليدونکی و. له بلې خوا، هالنډي ختيځې سيمې چې اوس اندونيزيا ده، د خوراکي مسالو د توليد له امله شهرت درلود. هالنډيانو او برتانويانو خپل سوداګريز شرکتونه جوړ کړل، څو په اسيا کې د خپلې سوداګرۍ جريان مديريت کړي. برتانويانو د برتانيې ختيځ هندوستان شرکت جوړ کړ، په داسې حال کې چې هالنډيانو د ختيځ هندوستان شرکت جوړ کړی. دواړو شرکتونو په خپلو مستعمرو کې په سوداګرۍ بشپړ واک درلود.[۲۰][۲۱][۲۲]
په ۱۹۰۸ز کال کې، خام تيل په لومړي ځل په په فارس، اوسني ايران کې وموندل شول. له دې وروسته، د تيلو ډېرې سيمې کشف شوې او وروسته معلومه شوه چې منځنی ختيځ د نړۍ په کچه د تيلو تر ټولو سترې زېرمې لري. دې د عرب هېوادونو واکمن زيات شتمن کړل، په داسې حال کې چې دې سيمه کې تولنيزه اقتصادي وده ډېره شاته پاتې وه.[۲۳]
د ۱۹۳۰ز لسيزې په لومړيو کې، نړۍ له يوې نړيوالې اقتصادي سوړبازارۍ سره مخ شوه، کومه چې اوس د ستر رکود په نوم پېژندل کېږي. اسيا هم خوندي نه وه او د اروپا او متحده ايالاتو په څېر (له شوروي اتحاد پرته) له ورته ستونزو سره مخ شوه. په ټوله اسيا کې او په ټوله نړۍ کې په هېښونکي ډول د سوداګرۍ حجم کم شو. د غوښتنې له کمېدو سره، د ګڼو توکو نرخونو هم په کمېدو پيل وکړ، سيمه ييز خلک او بهرنيان يې لا پسې بې وزله کړل. په ۱۹۳۱ز کال کې، جاپان «مانچوري» ونيو او ورپسې يې پاتې چين او همدا راز سويل ختيځه اسيا، کوم چې په پايله کې د دويمې نړيوالې جګړې اسيا پاسفيک ټولنه شوه.[۲۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Population of Asia in 2014". World Population Statistics. لاسرسينېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ . {{{title}}}. www.imf.org.
- ↑ "Global wealth report". www.credit-suisse.com. Credit Suisse. لاسرسينېټه October 25, 2019. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Global wealth report 2019" (PDF). Credit Suisse. لاسرسينېټه October 25, 2019. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Global wealth databook 2019" (PDF). Credit Suisse. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Asian Economic Integration Reports". 2014-10-15. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "The Asian Tigers from Independence to Industrialisation". 16 October 2014. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Asia: Resources". 2012-01-04. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Asian Development Outlook (ADO) Series". 2017-11-21. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Report for Selected Countries and Subjects". لاسرسينېټه December 28, 2019. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Professor M.D. Nalapat. Ensuring China's "Peaceful Rise". Accessed January 30, 2008". د اصلي آرشيف څخه پر January 10, 2010 باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Dahlman, Carl J; Aubert, Jean-Eric. China and the Knowledge Economy: Seizing the 21st Century. WBI Development Studies. World Bank Publications. Accessed January 30, 2008. World Bank Publications, P. 2000-11-30. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780821350058. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "The Real Great Leap Forward. The Economist. Sept 30, 2004". The Economist. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Chris Patten. Financial Times. Comment & Analysis: Why Europe is getting China so wrong. Accessed January 30, 2008". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ http://www.indianscience.org/essays/22-%20E--Gems%20&%20Minerals%20F.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
- ↑ "Colonial Rule". National Humanities Center. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Meiji Restoration". Encyclopædia Britannica. لاسرسينېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Sino-Japanese War". Encyclopædia Britannica. لاسرسينېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Manila galleon". Encyclopædia Britannica. لاسرسينېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Dutch East India Trading Company". Encyclopædia Britannica. لاسرسينېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "History of Philippines". Nations Online. لاسرسينېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "East India Company". Encyclopædia Britannica. لاسرسينېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Alfred, Randy (2008-05-26). "May 26, 1908: Mideast Oil Discovered – There Will Be Blood". Wired. لاسرسينېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "World War 2 in the Pacific". Holocaust Encyclopedia. لاسرسينېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)