Jump to content

د زړه ناروغۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د زړه ناروغۍ
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځانګړې وېشنيزه

د زړه ناروغۍ يا کارډيوپاتي د هغو بېلابېلو راټوکېدلو ناروغيو، لپاره يوه کارېدونکې طبي اصطلاح ده چې زړه اغېزمن کوي. په ۲۰۰۷ ز. کال کې دا ناروغۍ د امريکا د متحده ايالتونو کې تر ټولو نورو ناروغيو ډېر د مړينې سبب شوي.[۲][۳] همداشان په انگلستان،کاناډا او وېلز، [۴] کې د زړه ناروغۍ په هر ۳۴ ثانيو کې د يوې مړينې سبب دی.[۵]کينډۍ:Vn

د زړه د ناروغيو ډولونه

د زړه کورونري ناروغي د زړه د شریانونو بندیدلو ته وایي چې نه شي کولای په کافي اندازه وینه د زړه عضلاتو او شاوخوا حجراتو ته ورسوي. د زړه کورونري ناروغي تر ډیره بریده د زړه د شریانونو د بندیدو ناروغي ته ورته ده خو فرق یی دا دی چې د زړه د کورونري ناروغي کیداې شي د نورو لاملونو لکه (د زړه د رگونو تنگیدل)د زړه حمله په هغو ځوانو کسانو کې چې نورمال شریانونه لري. د زړه د کورونري ناروغي هغه ناروغي ده چې د زړه په د هغه شریان په دیوالونو کې د یو ډول غوړو موادو د پیداکیدو له امله چې د زره ماهیچې ته وینه رسوي، رامنځ ته کیږي. په شریانونو کې د وینې د کمښت او له امله یې په سینه کې د درد پیدا کیدل (Angina pectoris)او د زړه د رگونو تنگیدل ( د زړه حمله)د زړه د کورونري ناروغیو نښې بلل کیږي. د امریکې د زړه د ټولنې په حواله په دې هیواد کې هر کال ۴۵۹۰۰۰ زره کسان د زړه د کورونري ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. همدارنگه د زړه د کورونري ناروغي هر کال په انگلستان کې د ۱۰۱۰۰۰ کسانو ژوند اخلي.

د زړه عضلاتي اعتلال

په تحت اللفظي توگه Cardiomyopathy د زړه د عضلاتي ناروغیو په معنی ده. په اصل کې په هر دلیل چې وي دا د زړه د اصلي عضلې (myocardium)د فعالیت کموالی گڼل کیږي. هغه کسان چې د (cardiomyopathy ) په ناروغۍ اخته دي، تر ډیره د زړه د فعالیت د نامنظمه کیدو او یا هم ناڅاپه دریدا له امله د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

د زړه بهرنی عضلاتي اعتلال - (cardiomyopathy ) یا هغه برخه ده چې زیانمنه شوی ده، د زړه د باندې د هغه اصلي ماهیچه ده. تر ډیره حده پورې (cardiomyopathy ) یا د زړه عضلاتي اعتلال د باندې څخه وي ځکه چې تر ډیره بریده د (cardiomyopathy )د ناروغۍ عمده لامل د وینې موقتی کموالی (ischemia)ده. د زړه ناروغۍ:

د زړه ناروغۍ هغه ناروغیو ته ویل کیږي چې پخپله زړه او یا هم د زړه د شریانونو په سیستم باندې په ځانگړې توگه هغو رگونو او شریانونو باندې چې له زړه څخه د بدن نورو غړو او یا هم زړه ته تللي دي. په هغه څیړنه کې چې په ښځینه او نارینه باندې ترسره شوي دي، ښیي چې میرمنې د زړه په هغه ډول ناروغیو باندې اخته کیږي کومې چې له امله یې د زړه رگونه هم اغیزمن کیږي خو نارینه بیا د زړه د ناروغیو په هغه ډول باندې اخته کیږي چې له امله یې یوازې د زړه عضلات زیانمن کیږي. د زړه ناروغۍ عمده او اړوند لاملونه د ناروغ په بدن کې د قند مرض (diabetes mellitus) د وینې لوړ فشار (hypertension) لوړ (hyperhomocysteinemia) او د وینې لوړ کولیسترول (hypercholesterolemia) شتوالی دی.

د زړه اسکېميکه ناروغي

  • د زړه اسکېميکه ناروغۍ – د زړه يوه داسې ناروغۍ ده چې په دې ناروغۍ کې پخپله زړه ته د لږې وينې رسېدنې په سبب رامېنځ ته کېږي.

د زړه التهابي ناروغیو کې له امله د زړه عضلات او شاوخوا حجرات پړسوب پیدا کوي. د زړه د داخلي برخې التهاب (endocardium). د زړه د والونو ناروغۍ د زړه د والونو ناروغي هغې ناروغۍ ته ویل کیږي چې له امله یې د زړه یو یا دواړه والونه زیانمن کیږی. د زړه څلور عمده والونه شته چې کیداې شي ددغې ناروغۍ له امله زیانمن شي لکه (tricuspid valve|tricuspid)او (aortic valve|aortic valves)د زړه په ښي خوا کې او همدارنگه (mitral valve|mitral)او (aortic valve|aortic valves)د زړه په کین خوا کې.

سرچينې

  1. Stated in: Disease Ontology. Retrieved: ۲۹ نومبر ۲۰۲۰. Disease Ontology ID: DOID:114. اثر ژبه: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۷ مې ۲۰۱۶.
  2. Division of Vital Statistics (2007-08-21). "Deaths: Final data for 2004" (PDF). National Vital Statistics Reports. United States: Center for Disease Control. 55 (19): 7. لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. White House News. "American Heart Month, 2007". لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. National Statistics Press Release 25 May 2006
  5. (په 2004-12-07 باندې). Heart Disease Kills Every 34 Seconds in U.S.. Fox News – WebMD