Jump to content

2016 تورکيه کې پوځي بغاوت کوښښ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
2016 تورکيه کې پوځي بغاوت کوښښ
عامه معلومات
عمومي معلومات
د پېښې نېټه
۱۶ جولای ۲۰۱۶ (۲۰۱۶) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مرګ ژوبله
۲۹۰[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
د پيل موده
۱۵ جولای ۲۰۱۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ګډونوال

په 15 جولای2016 د تورکيې په پوځي کې يو گروپ د رجب طيب اردوغان جمهوري حکومت ختمولو لپاره په حکومت قبضه کولو کوښښ وکړ، په شروع کې د باغي پوځ لخوا وويل شو چې دوي د خلکو لپاره په حکومت قبضه کوي، باغي پوځيانو د تورکي پوځ ډېر خلک نظر بند کړي و او د استنبول په هوايي ډگر يي د قبضه کولو کوښښ کړی و، چې کله د تورکيې ولسمشر طيب اردوغان ته پته ولگېده نو هغه د ولس څخه غوښتنه وکړه چې ددې بغاوت خلاف دي په سړکونو راوځي او د غيرجمهوري ځواکونو مخنيوی دې وکړي، په لوی شمېر کې خلک په سړکونو راغلل د باغي پوځيانو سخت مخنيوی يي وکړ

د ولسمشر په ودانۍ او پارليمان باندې هم ددغه پوځي باغي گروپ لخوا ډزې شوي وې خو عام عوامو د دغه پوځي ټېنکونو سخت مخالفت وکړ او باغي پوځونه يي په بېرته شاته کېدلو مجبوره کړل، په 16 جولای د ترک لومړي وزير لخوا پريس کانفرنس وشو او هغه دا وويل چې دغه بغاوت په پورا توگه ختم کړی شو او باغي پوځيانو لوی شمېر گرفتاره کړی شو

سرچينې[سمول]

  1. Reference URL: http://edition.cnn.com/2016/07/17/asia/turkey-attempted-coup/. Retrieved: ۲۰ جولای ۲۰۱۶. Publisher: CNN.